د كابل د پينځمې حوزې اړوند د كمپنۍ په بازار كې سلګونو خلكو د هغه پاداري ضد، چې د قران سوځولو هوډ يې لاره لاريون وكړ. په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته ويلي، چې په دغه لاريون كې ډزې هم شوي او له كبله يې شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د كابل د پينځمې حوزې اړوند د كمپنۍ په بازار كې سلګونو خلكو د هغه پاداري ضد، چې د قران سوځولو هوډ يې لاره لاريون وكړ.
په سيمه كې عيني شاهدانو كليد ته ويلي، چې په دغه لاريون كې ډزې هم شوي او له كبله يې شاوخوا شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ياد لاريون، چې د ارغندۍ چوك او پغمان له لوري پيل شوى، هدف يې د هغه پادري پر ضد د شعارونو وركول دي، چې څو ورځې وړاندې يې د فلوريډا په ايالت كې د سيپټمبر په يوولسمه نېټه د اعترض په توګه د قران كريم د سوځولو اعلان كړى و، خو وروسته بيا له خپل هوډه واوښت.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم د ميدان وردګو، بدخشان، لوګر، هرات، كاپيسا، ارزګان او يو شمېر نورو ولايتونو كې هم زرګونو خلكو په دې اړه لاريونه كړي وو، چې په پايله كې يې په بدخشان كې يو تن لاريون كونكى وژل شوى هم و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


