ads

ايساف ځواكونو د ٢٦ وسله والو طالبانو د وژلو دعوه وکړه

نړيوال سوله ساتى ځواک (ايساف) وايي، چې د هېواد په څو بېلا بېلو پېښو كې يې ۲۶ وسلوال طالبان وژلي دي. په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ۲۳مه،   نړيوال سوله ساتى ځواک (ايساف) وايي، چې د هېواد په څو بېلا بېلو پېښو كې يې ۲۶ وسلوال […]

نویسنده: TKG
24 وږی 1389

نړيوال سوله ساتى ځواک (ايساف) وايي، چې د هېواد په څو بېلا بېلو پېښو كې يې ۲۶ وسلوال طالبان وژلي دي. په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ۲۳مه،

 

نړيوال سوله ساتى ځواک (ايساف) وايي، چې د هېواد په څو بېلا بېلو پېښو كې يې ۲۶ وسلوال طالبان وژلي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د وږي په ۲۳مه، خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ ايساف او افغان ځواكونو د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې له وسله والو طالبانو سره درې نښتې كړې دي.

خبرپاڼه ليكي، وسله والو طالبانو د سپكو او درندو وسلو ډزې وكړې، چې د ګډو ځواكونو په ځوابي بريد كې يې ۲۳ تنه ووژل شول.

د يادو ځواكونو په وينا، په دې نښتو كې ګډو ځواكونو او ملكي كسانو ته زيان  نه دى اوښتى.

د هلمند امنيتي مسوولينو او ولايتي ادارې د دې پېښو په اړه بې خبرې وښوده.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ميدان وردګو ولايت په اړونده سيمه كې  يې هم درې مشهور وسله وال طالبان وژلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA