ads

امریکا یي ځواکونو اتیا کلن سپین ږیری وواژه

د پکتيکا ولايت د ښرنې ـ مټاخان پرلويه لاره د خانۍ کلا په سيمه کې يو تن اتيا۸۰ کلن سپين ږيرى اجان اکاهغه مهال د ناټو ځواکونو پر ډزو ووژل شو، چې د ناټو ځواکونو پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه. د پکتيکا ولايت د ښرنې ـ مټاخان پرلويه لاره د خانۍ […]

نویسنده: TKG
24 وږی 1389

د پکتيکا ولايت د ښرنې ـ مټاخان پرلويه لاره د خانۍ کلا په سيمه کې يو تن اتيا۸۰ کلن سپين ږيرى اجان اکاهغه مهال د ناټو ځواکونو پر ډزو ووژل شو، چې د ناټو ځواکونو پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

د پکتيکا ولايت د ښرنې ـ مټاخان پرلويه لاره د خانۍ کلا په سيمه کې يو تن اتيا۸۰ کلن سپين ږيرى اجان اکاهغه مهال د ناټو ځواکونو پر ډزو ووژل شو، چې د ناټو ځواکونو پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

يو تن عين شاهد محمد شا په دې اړه کلید ته وويل، چې ياده چاودنه د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته د دریو بجو په شاوخوا کې رامنځ ته شوه.

د نوموړي په خبره په چاودنه کې د ناټو ځواکونو موټر زيانمن شوی، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

هغه زياته کړه، چې ناټو ځواکونو په سيمه کې يو تن سپين ږيری له نيولو او تالاشۍ وروسته په ډزو وواژه.

د اجا ن اکا زوی نصرالله په دې اړه کلید وويل، چې پلار يې د اتيا کلونو په شاوخوا کې عمر درلود، چې په غوږونو يې هم سم اورېدل نه شو کولاى.

د هغه په خبره، پلار يې له چا سره هيڅ اړيکي نه درلودې.

بلخوا د طالبانو وياند ذ بيح الله مجاهد ويلي، چې چاودنه د دوی د ملګرو له لوري په ناټو ځواکونو ترسره شوې، چې موټر يې ويجاړ شوی او سپاره کسان ټول په کې وژل شوي دي.

خو ناټو ځواکونو يوازې په سیمه کې د چاودنې پخلى کړی او تر اوسه یې نور معلومات رسنیو ته نه دي ورکړي .

دا په داسي حال کې ده، چې له دې وړاندي هم په دې لويه لاره د ناټو او دولتي ځواکونو د موټرو تر څنګ د ملکي وګړو په یو شمیرموټرو هم چاودني شوي دي .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA