جمهور رئيس کرزى وايي، ملي امنيت بايد د هېواد د ملي ګټو ساتنه وکړي. د جمهوري رياست له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميي کې راغلي، چې د ملي امنيت اداره بايد خلکو ته د ډار پر ځاي ارامتيا ورکړي او د خلکو بشپړ باور را خپل کړي.
جمهور رئيس کرزى وايي، ملي امنيت بايد د هېواد د ملي ګټو ساتنه وکړي.
د جمهوري رياست له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميي کې راغلي، چې د ملي امنيت اداره بايد خلکو ته د ډار پر ځاي ارامتيا ورکړي او د خلکو بشپړ باور را خپل کړي.
کرزي دغه راز ويلي، چې د هېواد له درېو مهمو بنسټونو سره د ملي کليمه راغلې ده، چې هغه ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت دي، نو ځکه خو بايد د ملي ګټو ساتل د دغو درېو برخو د فعاليتونو په سر کې ځاى ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


