په جنوب ختيځ زون كې امنيتي چارواكو د را روانو پارلماني ټاكنو د بشپړ امنيت په اړه د يوې خبري غونډې په ترڅ كې ډاډ وركړ. د دوه سوه دريم تندر قول اردو مرستيال بريد جنرال محمد اكبر يولداش وويل،
په جنوب ختيځ زون كې امنيتي چارواكو د را روانو پارلماني ټاكنو د بشپړ امنيت په اړه د يوې خبري غونډې په ترڅ كې ډاډ وركړ.
د دوه سوه دريم تندر قول اردو مرستيال بريد جنرال محمد اكبر يولداش وويل، چې په دې زون كې يې د امنيت لپاره د روان كال د جوزا د مياشتې په شپږمه لا عمليات پيل كړي تر څو پارلماني ټاكنې په ډاډمنې فضا كې تر سره شي.
يولداش كړي عمليات بريالي وبلل او ويل يې، چې وسله وال جنګيالي يې كمزوري كړيدي.
نوموړي ويل، چې په دې ورستيو كې يې د خنجر او شمشير په نوم عملياتو كې وسله وال ځپلي دي .
يولداش ويل، چې د ټاكنو د امنيت لپاره په افغان ځواكونو سربېره له دوى سره بهرني ځواكونه هم ملتيا كوي.
د (۵۰۵) سپين غر قومندانۍ قومندان مل پاسوال ګل نبي احمدزي هم د ټاكنو په ورځ ولس ته د بشپړ امنيت ډاډ وركړ.
ده، دا هم وويل، چې ولسونه كولاى شي په ازاد ډول د رايې وركولو مركزونو ته لاړ شي تر څو د خپلې خوښې وړ كانديد ته بې له كومې امنيتي ستونزې رايه وركړي .
په جنوب ختيځ زون كې د سرحدي پولسو قومندان بريد جنرال نبي جان ملاخيل وويل، چې د دې زون د (۱۲) سرحدي ولسواليو د امنيت لپاره يې بشپړ امنيتي تدابير نيولي دي .
د امنيتي چارواكو له خوا د امنيت ډاډ په جنوب ختيځ زون كې په داسې حال كې وركول كېږي، چې يوازې په پكتيا ولايت كې د امنيت د ترينګلتيا له امله شپيته د رايې اچونې مركزونه تړل شوي او په ځينو سيمو كې خو لا خلك د وسله والو له خوا ګواښل شوي، چې په ټاكنو دې ګډون نه كوي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


