د کورنيو چارو د وزير په مشرۍ يوه لوړ پوړي پوځي پلاوي پرون د ننګرهار چارواکو سره ژمنه وکړه، چې په دې ولايت کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ناامنيو
د کورنيو چارو د وزير په مشرۍ يوه لوړ پوړي پوځي پلاوي پرون د ننګرهار چارواکو سره ژمنه وکړه، چې په دې ولايت کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ناامنيو له امله د رايه اچونې د تړل شويو مرکزونو د بيا پرانېستو هلې،ځلې به وکړي.د كورنيو چارو وزير ستر جنرال بسم الله خان محمدي، چې د ملي دفاع وزارت له استازو سره پرون د ننګرهار پلازمېنې جلال اباد ته د ننګرهار د امنيتي وضعې ارزونې په موخه راغلى و،د ننګرهار والي او نورو چارواکو سره يې ګډه غونډه کې دا ژمنه وکړه.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى وايي د ننګرهار والي او له دې ولايته د ولسي جرګې يو شمېر نوماندانو له وزيره وغوښتل، چې د تړل شويو مرکزونو د پرانېستو کوښښ دې وشي.
د عبدالزي په وينا،وزير د دې ترڅنګ، چې دا غوښتنه ومنله،د ټاکنو لپاره په ننګرهار کې نيول شوي امنيتي چمتوالى وستايه او ترډېرو ولايتونويې ښه وبلل.
ننګرهار، چې د رايه اچونې يوسلو څوارلس مرکزونه يې د ناامنيو له امله په بېلا، بېلو ولسواليو کې تړل شوي،ډېرى ځايي خلک يې له امله ننګرهار ولايتي چارواكي پخپلو دندو کې پاتې او بې کفايته بولي او وايي، که پرخپل وخت يې په دې ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډېريدونکي اغېز مخنيوى کړى واى نو اوس به زرګونه خلک د رايه اچونې له حقه نه بې برخې کېدل.
خلک همدا شان د کورنيو چارو د وزير او ولايتي ادارې وروستۍ ژمنه هم په دې ډېره ناوخته او له پوره کېدو لېرې بولي، چې اېله څلور ورځې د ولسي جرګې ټاکنو ته پاتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


