د ولايتونوله مرکزونوڅخه د رايو ورکولو مرکزونو ته د راى پاڼو د لېږدولو عمومي بهير پرون پيل شو. د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وويل، چې هڅه کېږي، څو دغه پروګرام د رايو ورکولو تر ورځې بشپړ شي.
د ولايتونوله مرکزونوڅخه د رايو ورکولو مرکزونو ته د راى پاڼو د لېږدولو عمومي بهير پرون پيل شو.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وويل، چې هڅه کېږي، څو دغه پروګرام د رايو ورکولو تر ورځې بشپړ شي.
نور وويل، چې د راى پاڼو لېږد، ځاى پرځاى کول او ساتنه تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې ترسره کېږي.
د نور د معلوماتو له مخې، په بدخشان کې د ځينو سيمو د سختو لارو له امله يو شمېر مرکزونو ته مخکې راى پاڼې لېږدول شوې دي.
دراى پاڼو لېږد په داسې حال کې پيل شو، چې درايو ورکولو د جعلي کارتونو د واردېدو وېره شته ده.
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور وايي، چې کارکوونکي يې د جعلي کارتونو د کارونې د مخنيوي لپاره کارتونه په ډېر دقت بررسي کوي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې هغوى د رايو ورکولو په مرکزونو کې له موظفو امنيتي ځواکونو غوښتي دي، څو هغو کسانو ته، چې د رايو ورکولو عمر يې (١٨ کلنۍ) ته نه وي رسېدلي، د رايو ورکولو اجازه ورنکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د راتلونکيو ټاکنو لپاره د رايو ورکولو ٦٨٣٥ مرکزونه پلان کړي وو، خو ٩٣٨ مرکزونه د امنيتي ستونزو له امله تړل شوي اعلان شول.
ټاکل شوې ده، چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې مياشتې په ٢٧مه، ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


