د اسرائيلو صدراعظم او د فلسطيني ادارې مشر نن په مصر کې په خپلو کې د مستقيمو خبرو اترو دويمه مرحله پيلوي. په ساحلي ښار شرم الشيخ کې کېدونکې دا دوه ورځنۍ خبرې به د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلينټن په منځګړيتوب ترسره شي.
د اسرائيلو صدراعظم او د فلسطيني ادارې مشر نن په مصر کې په خپلو کې د مستقيمو خبرو اترو دويمه مرحله پيلوي.
په ساحلي ښار شرم الشيخ کې کېدونکې دا دوه ورځنۍ خبرې به د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيلري کلينټن په منځګړيتوب ترسره شي.
مېرمن کلنټن ويلي، دا وخت رارسېدلى، چې دواړې خواوې د سولې په اړه موافقې ته ورنژدې شي.
نوموړې وويل متحده ايالات غواړي، چې اسرائيل په لويديځه غاړه کې د يهودي مېشت ځايونو د جوړولو لپاره ټاکل شوې موده تمديد کړي او دواړه لوري بايد د مېشت ځايونو موضوع ته د حل لاره پيدا کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


