د فرانسې په مرکز پاريس کې پرون نژدې زر تنو د ايرانۍ سکينې اشتياني په ملاتړ لاريون وکړ. ايراني چارواکو، مېرمن اشتياني، چې د دوو اولادونو مور ده، د زنا په تور په سنګسار محکومه کړې ده.
د فرانسې په مرکز پاريس کې پرون نژدې زر تنو د ايرانۍ سکينې اشتياني په ملاتړ لاريون وکړ.
ايراني چارواکو، مېرمن اشتياني، چې د دوو اولادونو مور ده، د زنا په تور په سنګسار محکومه کړې ده.
په لاريون کې د نورو خلکو په څنګ کې يو شمېر سندرغاړو، پوهانو او سياستوالو ګډون کړى وو، ايراني چارواکو تېره اوونۍ وويل، چې د اشتياني د سنګسار حکم د جولاى له مياشتې ځنډول شوى دى.
د بشري حقونو مدافع ډلو او د لوېديزو هېوادونو مشرانو په سنګسار د سيکينې اشتياني پر محکوميت انتقادونه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


