ads

پر جلال اباد ښار توغنديز بريدونه

جلال اباد ښار تېره شپه بيا  تر څو توغنديزو بريدونو لاندې راغى، چې چارواکي وايي د يوې کورنۍ د مشر په ګډون يې لس ښځې او ماشومان ټپيان کړي. جلال اباد ښار تېره شپه بيا  تر څو توغنديزو بريدونو لاندې راغى، چې چارواکي وايي د يوې کورنۍ د مشر په ګډون يې لس ښځې او […]

نویسنده: TKG
22 وږی 1389

جلال اباد ښار تېره شپه بيا  تر څو توغنديزو بريدونو لاندې راغى، چې چارواکي وايي د يوې کورنۍ د مشر په ګډون يې لس ښځې او ماشومان ټپيان کړي.

جلال اباد ښار تېره شپه بيا  تر څو توغنديزو بريدونو لاندې راغى، چې چارواکي وايي د يوې کورنۍ د مشر په ګډون يې لس ښځې او ماشومان ټپيان کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى، چې د توغول شويو توغنديو شمېر،دوه،درې ګڼي وايي له ناڅرګند لوري د شپې پر نهو بجو د توغول شويو دغو توغنديو يو يې د جلال اباد په اکمالاتي بېز سيمه کې پريوه کور پرېوتى، چې ياده ژوبله يې اړولې، خو نورو توغنديو کوم زيان نه دى کړى.

د والي وياند د روغتيايي چارواکو له خولې د ټپيانو روغتيا د ډاډ وړ ګڼي او زياتوي، چې امنيتي ځواکونه د پېښې په اړه پلټنې کوي.

دا توغندي، چې مسؤليت يې لا کومې ډلې پر غاړه نه دى اخېستى، تر دې وړاندې اکثره وخت وسله والو طالبانو خپل کارباله او پرجلال اباد هوايي ډګر د لګېدو د دعوې ترڅنګ يې د ناټو ځواکونو دې لويې پوځي اډې کې د مرګ، ژوبلې د اوښتو ادعا كوله.

خو چارواکو دا دعوې ردولې او د ولسي خلکو د ځاني او مالي زيانونو پخلى يې کاوه.

ننګرهار، چې تر اختر وړاندې او پارلماني ټاکنو په رالنډيدو يې امنيتي چارواکو پر دوى خپلو دندو کې د پاتې راتګ تر نيوکو وروسته د امنيتي تياريو خبره کوله،د اختر په اوږدو کې يې دا  توغندي او ولسي زيان لومړۍ پېښه ګڼل کېږي.

د هېرولو نه ده، چې  امنيتي چارواکو پخوا د توغنديو د وېشتل کېدو سيمه د جلال اباد جنوب ياداوله او کله، کله به يې په دې تور د يو شمېر کسانو د نيولو دعوې هم کولې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA