د شمالي اتلانتيک سازمان (ناټو) مشر وايي، چې دوى به تر هغه پورې په افغانستان کې وي، تر څو يې دنده نه وي خلاصه شوې. د ناټو عمومي سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې له يوې هسپانوۍ ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال کړې دي.
د شمالي اتلانتيک سازمان (ناټو) مشر وايي، چې دوى به تر هغه پورې په افغانستان کې وي، تر څو يې دنده نه وي خلاصه شوې.
د ناټو عمومي سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې له يوې هسپانوۍ ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال کړې دي.
راسمون ويلي، چې دوى به هېڅکله القاعدې ته اجازه ورنه کړي، چې په افغانستان کې خوندي پټنځايونه ولري.
د ناټو سرمنشي زياته کړې، چې نړيوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دي او القاعده نور دلته پټ نه شي پاتې کېداى.
نوموړي ويلي، چې القاعده او وسله وال طالبان په خپلو مرکزي سيمو کندهار او هلمند کې تر کلک فشار لاندې راغلي دي .
راسمون په ډاګه کړې، چې د دوى ځواکونه به د ٢٠١١ ميلادي کال كې له افغانستانه و نه وځي خو زياته يې کړې يې ده، چې له راتلونکي کال څخه به دوى د امنيت چارې په تدريجي ډول افغان ځواکونو ته وسپاري.
د ناټو په مشرۍ د ٤٧ غړيو هېوادونو شاوخوا ١٢٠ زره سرتيري د ايساف په چوکاټ کې اوسمهال په افغانستان کې فعاليت کوي، چې ډېرى يې امريکايان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


