ads

د نورستان والي اضافه امنيتي ځواكونه غواړي

د نورستان والي په دې ولايت کې د پارلماني ټاکنو پر امنيت له دې امله اندېښنه ښيي، چې په وينا يې، د وږي د اووه وېشتمې دې ټاکنو ته يې  مرکزي     د نورستان والي په دې ولايت کې د پارلماني ټاکنو پر امنيت له دې امله اندېښنه ښيي، چې په وينا يې، د […]

نویسنده: TKG
22 وږی 1389

د نورستان والي په دې ولايت کې د پارلماني ټاکنو پر امنيت له دې امله اندېښنه ښيي، چې په وينا يې، د وږي د اووه وېشتمې دې ټاکنو ته يې  مرکزي

 

 

د نورستان والي په دې ولايت کې د پارلماني ټاکنو پر امنيت له دې امله اندېښنه ښيي، چې په وينا يې، د وږي د اووه وېشتمې دې ټاکنو ته يې  مرکزي حکومت له پرله پسې غوښتنو سره سره هم  د اضافه ځواکونو وراستول ردکړي.

والي جمال الدين بدر په يوه ځانګړې مرکه کې کليد ته وويل، چې دې اندېښنو سره خوا، خواکې يې شته امنيتي ځواکونو د ټاکنو امنيت ته ځانګړى تيارى نيولى او د ده په خبره خپله ګوزاره به کوي.

نورستان، چې د هېواد ختيځ کې خيبر پښتونخوا ته په لنډه پوله وروسته پاتې او د ځينو په اند د مرکزي حکومت له پامه لرې ولايت دى،چې  په تېرو څو مياشتو کې يې برګمټال ولسوالي څو ځله وسله والو طالبانو له حکومته نيولې وه.

له برګمټاله لږ دېخوا د بلې سرحدي ولسوالۍ کامدېش لاره هم د دولت وسله والو مخالفينو سره ده.

په دغو دواړو ولسواليو کې يو شمېر ځايي خلک د دې په خواکې، چې  د پارلماني ټاکنو د ګواښېدو اندېښنې لري،د وضعې د خرابوالي لامل هم د دولتي ځواکونو کمى ګڼي .

افغان حکومت که څه هم په مرکزي کچه منلې، چې د نورستان له پولو يې وسله وال مخالفين او القاعده ډله افغانستان ته په اسانۍ تګ، راتګ کولاى شي، خو لا يې هم دغلته خپل ځواکونه نه دي زيات کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA