د ناټو چارواکي وايي په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان د دوه زره نورو بهرنيو ځواکونو غوښتنه کړې، چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جګړه کې برخه واخلي
د ناټو چارواکي وايي په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان د دوه زره نورو بهرنيو ځواکونو غوښتنه کړې، چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې په جګړه کې برخه واخلي، که څه هم په هغو هېوادونو کې، چې په افغانستان کې عسکر لري، د افغانستان له جګړې د خلکو ملاتړ کم شوى دى.د ناټو چارواکو په دې اړه زياتې څرګندونې نه دي کړي.
يو چارواکى، چې نوم يې نه دى ذكر شوى وايي، د ايساف ځواکونو د غښتلتيا په هدف دغه غوښتنه د ډېوېډ پټرايوس له خوا تېره اوونۍ شوې وه.
د دې تر څنګ د ٧٥٠ نور پرسونل غوښتنه هم شوې، چې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي.
ناټو وايي د افغان ځواکونو د روزنې تر څنګ غواړي سږ کال د وسله والو پر وړاندې پوځي عمليات هم زيات کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


