ads

هلمند كې د سره صليب ۴ كاركوونكي د غلا په تور ونيول شول

ځايي چارواكي وايي، چې د سره صليب نارسمي ۴ همكاران يې، چې د سرې مياشتې په نوم يې توكي را ايستل او بيا به يې په بازار كې پلورل ونيول. ځايي چارواكي وايي، چې د سره صليب نارسمي ۴ همكاران يې، چې د سرې مياشتې په نوم يې توكي را ايستل او بيا به يې […]

نویسنده: TKG
16 وږی 1389

ځايي چارواكي وايي، چې د سره صليب نارسمي ۴ همكاران يې، چې د سرې مياشتې په نوم يې توكي را ايستل او بيا به يې په بازار كې پلورل ونيول.

ځايي چارواكي وايي، چې د سره صليب نارسمي ۴ همكاران يې، چې د سرې مياشتې په نوم يې توكي را ايستل او بيا به يې په بازار كې پلورل ونيول.

په سيمه كې د سرې مياشتې رئيس ډاكټر احمد الله احمدي رسنيو ته ويلي، چې دغه كسان هغه مهال تېر ماښام د هلمند ولايت د امنيه قوماندان د پوليسو لخوا ونيول شول، چې غوښتل يې د خوراكي توكو او پوخاك څخه يوه لارۍ په غلا ډكه او قاچاق كړي.

يادو كسانو تر دې وړاندې نهه نورې لارۍ هم له ورته توكو ډكې غلا كړې وې.

احمدي وايي، تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې كواكې د سرې مياشتې مسؤلين په فساد كې لاس لري، خو اوس، چې دغه ډله ونيول شول، ښكاره شوه، چې د سرې مياشتې چارواكي پكې لاس نه لري.

دا په داسې حال كې ده، چې دا مهال د هېواد په پرتله ډېرى ځايي اوسيدونكي په هلمند كې د جګړو او نا امنيو له امله له يوې سيمې بلې ته بيځايه شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA