د روسيې يوه جګپوړي مقام د دوشنبې په ورځ وويل، چې دا هيواد غواړي له لوېديځ سره همکاري وکړي او له افغانستان سره د برېښنا کوټونو او نورو هغو تاسيساتو په بيا جوړولو کې مرسته وکړي، چې شورويانو ودان کړي وو او د جګړو په کلونو کې ويجاړ شوي دي.
د روسيې يوه جګپوړي مقام د دوشنبې په ورځ وويل، چې دا هيواد غواړي له لوېديځ سره همکاري وکړي او له افغانستان سره د برېښنا کوټونو او نورو هغو تاسيساتو په بيا جوړولو کې مرسته وکړي، چې شورويانو ودان کړي وو او د جګړو په کلونو کې ويجاړ شوي دي.د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه روسي مقام د ولاډي فورم په نوم په روسيې کې د کارپوهانو کلنۍ غونډې ته وويل، دوى غواړي، چې د شوروي اتحاد له لوري په هغو څلوېښتو تاسيساتو کې د ځينو په بيارغونه کې همکاري وکړي، چې ډېر اهميت لري.
دې ته ورته څرګندونې ځينو نورو روسي چارواکو هم کړي او دا ښيي، چې روسيه ،بې له دې، چې ځان په افغانستان کې له پوځي لارې ښکېل کړي، د خپل رول او نفوذ د زياتولو په لټه کې ده.
د روان ۲۰۱۰ کال په جنورۍ کې په ناټو کې د روسيې استازي وويل، چې روسيه حاضره ده، په افغانستان کې هغه تاسيسات بيا ورغوي، چې د شوروي اتحاد په وخت کې په افغانستان کې جوړ شوي وو خو شرط دا دى چې لګښت يې نړيواله ټولنه ورکړي.
روسانو تر دې مخکې هم له نړيوالو څخه د سالنګ تونل په بيارغونه په مليونونو ډالره اخيستي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


