ads

د دفاع وزارت ۲۲ تنه لوړ رتبه افسران تبديل شول

په هېواد کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت په هدف د کورنيو چارو په وزارت کې تر پراخو تغييراتو وروسته په دفاع وزارت کې هم څه باندې شل تنه لوړ رتبه چارواکي تبديل شوي دي.   په هېواد کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت په هدف د کورنيو چارو په وزارت کې تر پراخو تغييراتو […]

نویسنده: TKG
16 وږی 1389
د دفاع وزارت ۲۲ تنه لوړ رتبه افسران تبديل شول

په هېواد کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت په هدف د کورنيو چارو په وزارت کې تر پراخو تغييراتو وروسته په دفاع وزارت کې هم څه باندې شل تنه لوړ رتبه چارواکي تبديل شوي دي.

 

په هېواد کې د ډاډمن امنيت د ټينګښت په هدف د کورنيو چارو په وزارت کې تر پراخو تغييراتو وروسته په دفاع وزارت کې هم څه باندې شل تنه لوړ رتبه چارواکي تبديل شوي دي.

 

د دفاع وزارت وايي، چې دا بدلونونه د دې وزارت په چوکاټ کې د اصلاحاتو او د کارونو د ښه او منظم پرمخ وړلو په هدف د جمهور رئيس کرزي په منظورۍ راغلي دي.

د دې وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي وايي، چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې دوه ويشت تنه لوړ رتبه چارواکي تبديل شوي، چې د سېلاب، اتل او ظفر قول اردوګانو قومندانان هم په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په کورنيو چارو وزارت کې هم د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې د مرستيال په ګډون نږدې شل تنه لوړ رتبه چارواکي تبديله شول.

افغان حکومت وايي، چې دا بدلونونه د امنيتي چارو د ښه سمون او پرمخ بېولو په هدف راغلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA