په بغلان ولايت کې د پوليسو ترمنځ د خپلمنځي نښتې له امله يو پوليس ووژل شو او دوه ټپيان دي. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د مديريت مرستيال سمونوال احمد جان رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازيګر په پنځو
په بغلان ولايت کې د پوليسو ترمنځ د خپلمنځي نښتې له امله يو پوليس ووژل شو او دوه ټپيان دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د مديريت مرستيال سمونوال احمد جان رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه پرون مازيګر په پنځو بجو رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې د عامه نظم د قوماندانۍ او د بغلان مرکزي ولسوالۍ د پوليسو د قوماندانۍ د پوليسو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوې وه، چې له امله يې له دواړو لوريو درې پوليس ټپيان شوي دي.
خو د دې ولايت د ولايتي شورا مرستيال اسدالله شهباز وويل، چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
سمونوال احمدجان د اهم وويل، چې پرون له غرمې مخکې په بغلان مرکزي ولسوالۍ کې وسله والوطالبانو د ملي امنيت پريوه رنجر موټر بريد کړى دى.
د هغه په وينا، په دې بريد کې د ملي امنيت دوه کارکوونکي وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


