ads

فلسطيني چارواكو د احمدي نژاد خبرې وغندلې

راپورونه وايي د فلسطينيانو د مشر محمود عباس يوه وياند پرون د ايران د جمهور رئيس محمود احمدي نژاد د هغو خبرونو غندنه وكړه، چې كواكې د اسراييلو او فلسطنيانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامې وې. راپورونه وايي د فلسطينيانو د مشر محمود عباس يوه وياند پرون د ايران د جمهور رئيس محموداحمدي نژاد د […]

نویسنده: The Killid Group
15 وږی 1389

راپورونه وايي د فلسطينيانو د مشر محمود عباس يوه وياند پرون د ايران د جمهور رئيس محمود احمدي نژاد د هغو خبرونو غندنه وكړه، چې كواكې د اسراييلو او فلسطنيانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامې وې.

راپورونه وايي د فلسطينيانو د مشر محمود عباس يوه وياند پرون د ايران د جمهور رئيس محموداحمدي نژاد د هغو خبرونو غندنه وكړه، چې كواكې د اسراييلو او فلسطنيانو ترمنځ د سولې خبرې ناکامې وې.

د فلسطينيانو سيمه ييزمان خبري اژانس د محمود عباس د وياند نبيل ابو رودينه له قوله ليكي، چې احمدي نژاد داسې څوک دى، چې د ايران د خلکو نمايندګي نه کوي ځکه، چې ده انتخاباتو کې درغلي کړې.

رودينه زياته كړې، ايرانيان يې ځپلي او قدرت يې په ټګۍ ترلاسه کړى، چې په وينا يې، حق نه لري، چې د فلسطينيانو، داستازو په باب خبرې وکړي.

محمود عباس او د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتان ياهو د پنجشنبې په ورځ په تېرو دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په واشنګټن کې مخامخ خبرې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA