ads

پكتيكا كې ۳ وسله وال طالبان مړه او ۳ ونيول شول

د پکتيکا ولايت دولتي چارواکو د دې ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د دريو تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دريو نورو د ژوندي نيولو خبر ورکړ. د پکتيکا ولايت دولتي چارواکو د دې ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د يو لړ چاڼيزو […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1389

د پکتيکا ولايت دولتي چارواکو د دې ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د دريو تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دريو نورو د ژوندي نيولو خبر ورکړ.

د پکتيکا ولايت دولتي چارواکو د دې ولايت په يحيى خېلو ولسوالۍ کې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د دريو تنو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او دريو نورو د ژوندي نيولو خبر ورکړ.

په پکتيکا کې د٢٠٣يم تندرقول اردو د دويمې لېوا د عامه اړيکو له دفتره کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يحيى خېلو په ولسوالۍ کې یې له ايتلافي ځواکونو سره په ګډه عمليات ترسره کړي او په ترڅ کې يې درې وسله وال طالبان وژلي او درې نور يې له يو شمېر وسلو او مهماتو سره يوځاى ژوندي نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې نيول شوي کسان دا مهال د پکتيکا ولايت د ملي امنيت په رياست کې تر پوښتنو ګروېږنولاندي دي.

د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان هم په ياده سيمه کې د عملياتو او وسله والو طالبانو د نيول کېدو پخلى کړى.

ځايي خلکو هم په يحيى خیلو ولسوالۍ کې دعملياتو او دريو تنو وسله والو د وژل کېدو خبر  تائيد كړى دى.

خو ناټو ځواکونو او سله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسي حال کې ده، چې تېره اونۍ هم په ياده ولسوالۍ کې ورته عمليات ترسره شوي وو، چې طالبانو ته پکې  مرګ ژوبله اوښتې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA