ads

پر خوګياڼو ولسوالۍ د ايتلافي ځواكونو عمليات

د ننګرهار پرخوګياڼو ولسوالۍ تېره شپه ايتلافي ځواکونو بيا پوځي عمليات کړي او په وينايې د يوه وسله وال طالب قومندان په ګډون يې پکې يو بل تن وژلى او خپل درې نور وسله وال مخالفين يې ژوندي نيولي. د ننګرهار پرخوګياڼو ولسوالۍ تېره شپه ايتلافي ځواکونو بيا پوځي عمليات کړي او په وينايې د […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1389

د ننګرهار پرخوګياڼو ولسوالۍ تېره شپه ايتلافي ځواکونو بيا پوځي عمليات کړي او په وينايې د يوه وسله وال طالب قومندان په ګډون يې پکې يو بل تن وژلى او خپل درې نور وسله وال مخالفين يې ژوندي نيولي.

د ننګرهار پرخوګياڼو ولسوالۍ تېره شپه ايتلافي ځواکونو بيا پوځي عمليات کړي او په وينايې د يوه وسله وال طالب قومندان په ګډون يې پکې يو بل تن وژلى او خپل درې نور وسله وال مخالفين يې ژوندي نيولي.

په ختيځ کې د دې ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل، چې عمليات يې د دغې ولسوالۍ پر قيوم خېلو په سوله ييز ډول پيل کړي وو، خو کله، چې يوه طالب قومندان او ملګرو يې غوښتل د دوى پرځواکونو بريد وکړي، نو د دوى په ډزو ووژل شول.

دغه اداره درې ژوندي نيول شوي کسان هم وسله وال طالبان ګڼي او وايي ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ورسره يوځاى نيولي.

د خوګياڼو ولسوال ملک محمد حسن، چې د ايتلاف دا عمليات د هغوى په يوازې ځان ترسره شوي ګڼي، وايي وژل شوي دوه تنه وسله وال طالبان دي، خو د نيول شويو د هويت په اړه څه نه شي ويلاى.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور هم کليد ته د ايتلاف دا عمليات يوازې سر ترسره شوي وګڼل او ويې ويل، د شپې پردولسو بجو دې پيل شوو عملياتو د سهار ترڅلورو بجو دوام درلود.

د دې عملياتو په اړه تر پرله پسې هڅو وروسته هم د وسله والو طالبانو په نظراخېستو کې پاتې راغلو، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په يوه ټليفوني پيغام کې کليد ته له شمېر ښودنې پرته ويلي، چې تېره شپه يې وسله والو ملګرو د ننګرهار د بېهسودو ولسوالۍ اړوند په نجم الدين اخندزاده  سيمه کې پر ايتلافي ځواکونو وسله وال بريد کې دى او ځواکونو ته يې درنه مرګ،ژوبله اړولې.

د ننګرهار چارواکي او په ختيځ کې د ايتلاف مطبوعاتي اداره بياپه دې اړه ناخبري ښيى.

په ننګرهار کې د ايتلافي ځواکونو ياد شوي عمليات په داسې وخت کې شوي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو په رالنډېدو سره دې ولايت کې د امنيتي ستونزو زياتيدو يو شمېر خلک په دې ټاکنو کې برخې اخېستو ته اندېښمن کړي، خو چارواکي وايي، چې دا ستونزې به راکمې او ټاکنې به په ښه امنيتي چاپېريال کې ترسره کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA