ads

ناټو د خپلو درېو سرتيريو د وژل كېدو خبر وركړ

ناټو وايي په تېرو دوو ورځو کې يې د افغانستان په جنوب کې درې سرتېري وژل شوي دي. د ناټو ترمشرۍ لاندې ايساف ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دوه عسکر يې پرون د طالبانو په مخامخ بريد کې وژل شوي او درېم هغه يې د شنبې     ناټو وايي په تېرو دوو […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1389

ناټو وايي په تېرو دوو ورځو کې يې د افغانستان په جنوب کې درې سرتېري وژل شوي دي. د ناټو ترمشرۍ لاندې ايساف ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دوه عسکر يې پرون د طالبانو په مخامخ بريد کې وژل شوي او درېم هغه يې د شنبې

 

 

ناټو وايي په تېرو دوو ورځو کې يې د افغانستان په جنوب کې درې سرتېري وژل شوي دي.

د ناټو ترمشرۍ لاندې ايساف ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دوه عسکر يې پرون د طالبانو په مخامخ بريد کې وژل شوي او درېم هغه يې د شنبې په ورځ د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوى.

يادو ځواكونو د پېښو كره ځاى نه دى په ډاګه كړى او نه يې هم د وژل شويو سرتېرو په اړه نور جزيات وركړي.

له بلې خوا د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر له يوې خبرپاڼې سره سم د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ديارلس وسله وال طالبان په ژېړۍ ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA