د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې تېر مازيګر د يوې چاودنې له امله ١٦ ماشومان ټپيان شوي دي . د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي رسنيو ته وويل، چې پېښه تېر مازيګر د ماڼوګي ولسوالۍ په اړونده سيمه کې رامنځته شوه.
د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې تېر مازيګر د يوې چاودنې له امله ١٦ ماشومان ټپيان شوي دي .
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي رسنيو ته وويل، چې پېښه تېر مازيګر د ماڼوګي ولسوالۍ په اړونده سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، چې په ياده شوې سيمه کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د ناټو يو نظامي موټر سوځول شوى و او ماشومان يې سيل ته راټول وو.
د ضيايي په وينا، پر دې مهال په ياد شوي موټر کې چاودنه شوې، چې له امله يې ١٦ ماشومان ټپيان شول.
په اسعداباد کې د ملکي روغتون ډاکټرانو ويلي، چې دوى ته ماښام ١٦ ټپي ماشومان وروړل شوي دي .
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دطالبانو په بريد کې د دوى يو موټر سوځول شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د مخالفينو د بريد پر مهال شاوخوا ١٣ ملکي وګړي ټپيان شوي، چې د دوى لخوا تر لومړنۍ درملنې وروسته افغان روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دوى په ياد شوي بريد کې ګڼ شمېر بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


