ads

كندهار كې دوه پوليس او ١٣ وسله وال مخالفين ووژل شول

د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو وړمه ورځ ناوخته په ژېړۍ ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات کړي، چې په پايله کې يې ١٣ وسله وال مخالفين وژلي دي. د کندهار چارواکي په دوو بېلابېلو پېښو کې د يوه پوليس په ګډون د ١٣ وسله والو […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1389

د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو وړمه ورځ ناوخته په ژېړۍ ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات کړي، چې په پايله کې يې ١٣ وسله وال مخالفين وژلي دي.

د کندهار چارواکي په دوو بېلابېلو پېښو کې د يوه پوليس په ګډون د ١٣ وسله والو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو وړمه ورځ ناوخته په ژېړۍ ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات کړي، چې په پايله کې يې ١٣ وسله وال مخالفين وژلي دي.

په يوه بله پېښه کې، نامعلومو کسانو کور ته په رخصتۍ تللى پوليس په ډزو وژلى دى.

د يو بل خبر له مخې، پرون  غرمه د کندهار ښار لوېديځ پلو د زاړه ښار په مير بازار کې د سړک د غاړې د ماين په چاودنه کې يو پوليس ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA