ads

طالبانو د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو خبرداري ورکړ

وسله والو طالبانو خبرداري ورکړ، چې د ولسي جرګې انتخابات به سبوتاژ کړي. دوي له خلکو هم غوښتي، چې انتخاباتو كې ګډون ونه کړي.       وسله والو طالبانو خبرداري ورکړ، چې د ولسي جرګې انتخابات به سبوتاژ کړي. دوي له خلکو هم غوښتي، چې انتخاباتو كې ګډون ونه کړي. له تېرو دوو – […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1389

وسله والو طالبانو خبرداري ورکړ، چې د ولسي جرګې انتخابات به سبوتاژ کړي. دوي له خلکو هم غوښتي، چې انتخاباتو كې ګډون ونه کړي.

 

 

 

وسله والو طالبانو خبرداري ورکړ، چې د ولسي جرګې انتخابات به سبوتاژ کړي.

دوي له خلکو هم غوښتي، چې انتخاباتو كې ګډون ونه کړي.

له تېرو دوو – دريو مياشتو راهيسي طالبانو عملاً د کانديدانو او د هغو د کمپاينرانو د وژلو هڅې کړې، خو دا لومړى ځل دى، چې دا ډله په انتخاباتو کې خلک نه ګډون ته وربولي او د انتخاباتو د ګډوډولو خبردارى ورکوي.

طالبانو په تېرو دوو مياشتو کې لږ ترلږه څلور کانديدان او پنځه کمپاينران وژلي او په ځينې سيمو کې يې خلک له کانديدو منع کړى دى.

طالبانو دا خبردارى يوازې يوه ورځ وروسته له دې ورکړ، چې جمهور رئيس کرزي له طالبانو او د خپل دولت له نورو وسله والو مخالفانو سره د سولې لپاره د عالي شورا د جوړېدا اعلان وکړ.

د دې شورا اعلان له طالبانو سره د خبرو او پخلاينې لور ته يو بل ګام بلل شوى.

د سنبلې د اووه ويشتمې نېټې انتخابات په افغانستان کې د جمهور رئيس بارک اوباما د نوې ستراتيژۍ ازموينه ګڼل کېږي او د افغانستان د امنيتي وضعيت اندازه پرې سنجول کېږي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د ناامنيو له کبله ۹۳۸ انتخاباتي مرکزونه بند کړي او وايي، چې شپږ زره اته سوه پنځه دېرش نور مرکزونه به پرانستي وي.

بند کړاي شوي مرکزونه پر هغو سربېره دي، چې مخکې تر مخکې د دولت د نه حضور له کبله په پام کې نه وو نيول شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA