د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ليکو د هراړخېزې پياوړتيا په مقصد، څلور تازه ترتيب شوې پاليسۍ اعلان کړې. د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل
د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د ليکو د هراړخېزې پياوړتيا په مقصد، څلور تازه ترتيب شوې پاليسۍ اعلان کړې.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې د دې پاليسيو پلي کېدل به پوليس د نشه يي توكو له روږدېدو وساتي، د اداري فساد پرضد به مبازره پراخه، په تعيناتو کې يو دوراني سيسټم رامينځته او مسلکي روزنې به اغېزمنې شي.
بشري دا هم وويل، دا پاليسۍ په وروستيو دوو مياشتو کې ترتيب شوې او په عملي کېدو يې لاس پورې شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې د پوليسو په دندو کې د عدالت د تامينولو پاليسي د دې وزارت د ستراتېژۍ مهمه برخه ده او له پلي کېدو سره به يې د پوليسو مسلکي ظرفيتونه لوړ او تجربې به يې زياتې شي.
په دې وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت د لومړي ځل لپاره دوه ويشت لوړ پوړي پوليس له يوه پوست څخه بل ته بدل کړل، چې د وزارت دوه مرستيالان هم په کې شامل وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


