د ملي راډيو ټلويزيون يو پخوانى وياند سيدحامد نوري تېره شپه د زړو مكروريانو په سيمه كې د نامعلو كسانو لخوا په چړو ووژل شو. د سيد حامد نوري د كورنۍ غړو ويلي،
د ملي راډيو ټلويزيون يو پخوانى وياند سيدحامد نوري تېره شپه د زړو مكروريانو په سيمه كې د نامعلو كسانو لخوا په چړو ووژل شو.
د سيد حامد نوري د كورنۍ غړو ويلي، چې تېر ماښام ناوخته څو كسانو نوري له ځانه سره بوت، چې وروسته كور ته نږدې يې مړى وموندل شو.
له پېښې وروسته پوليسو د نوموړي مړى عدلي طب ته ليږدولى دي.
دعدلي طب رئيس ډاكټر خالد باتور حسن كليد ته وويل، چې ډاكټرانو يي معاينات ترسره كړي،خو پايله به يې وروسته په ډاگه شي.
د حامد نوري يو بل نږدې ملگري د نامه له ښودلو پرته كليد ته وويل، چې ناپيژاندو كسانو تېر ماښام لومړى حامد نوري له كوره ويستلى او بيايي له وهلو ورسته سر ترې پرې كړى دى.
د كابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال محمد ظاهر كليد ته وويل، چې تېره شپه د سيد حامد نوري يوه نږدې ملگري نوموړى لومړى له كوره ويستلى او بيا يي د چړې په واسطه وژلى دى.
تراوسه هيچا د دغې پېښې پړه پرغاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


