ads

حکمتيار د روغې جوړې خبرې غولوونکې ډرامه وبلله

د دولت د مخالفې وسله والې ډلې حزب اسلامي مشر انجنير حکمتيار د روغې جوړې خبرې يوه غولوونكې ډرامه وبلله او په هېواد کې يې د بهرنيو ځواکونو پر ضد پر  جګړې  ټينګار کړى دى. د دولت د مخالفې وسله والې ډلې حزب اسلامي مشر انجنير حکمتيار د روغې جوړې خبرې يوه غولوونكې ډرامه وبلله […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1389

د دولت د مخالفې وسله والې ډلې حزب اسلامي مشر انجنير حکمتيار د روغې جوړې خبرې يوه غولوونكې ډرامه وبلله او په هېواد کې يې د بهرنيو ځواکونو پر ضد پر  جګړې  ټينګار کړى دى.

د دولت د مخالفې وسله والې ډلې حزب اسلامي مشر انجنير حکمتيار د روغې جوړې خبرې يوه غولوونكې ډرامه وبلله او په هېواد کې يې د بهرنيو ځواکونو پر ضد پر  جګړې  ټينګار کړى دى.

نوموړي دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړي، چې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت خپره كړې ده .

د دغې خبر پاڼې يوه کاپي د ياد شوي ګوند د يوه غړي قريب الرحمن سعيد لخوا رسنيو ته ليږل شوې ده.

قريب الرحمن سعيد د حزب اسلامي د هغه پلاوي غړى و، چې څو مياشتې مخکې کابل ته له دولت سره د خبرو اترو په موخه راغلى و.

حکمتيار په ياده شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د سولې او روغې دولتي پلانونه د خلکو دغولولو لپاره جوړ شوي دي.

هغه د حل يواځينۍ لاره په هېواد کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو پر ضد د جګړې تر هغه وخت  پورې ادامه وبلله، ترڅو دغه ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي د سولې له  خبرو اترو سره په داسې حال کې خپل مخالفت ښودلى، چې جمهور رئيس  کرزي له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره د سولې د عالي شورا د جوړولو اعلان کړى دى.

حکومت وايي، چې د دغې شورا د غړو لېست، چې کېداى شي ٥٠ يا ٦٠ تنه  وي  جوړ شوى او  له اختره وروسته به يې اعلان کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA