په لغمان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي، چې له وړمې ورځې راهېسې يې په اليشنګ ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات پيل کړي دي.
په ياد ولايت کې د ائتلافي ځواکونو يوه افغان وياند
په لغمان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي، چې له وړمې ورځې راهېسې يې په اليشنګ ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات پيل کړي دي.
په ياد ولايت کې د ائتلافي ځواکونو يوه افغان وياند خوشحال احمدزي رسنيو ته ويلي، د دې لپاره، چې په پارلماني ټاکنو کې ولس په خوندي او ډاډه زړه د رايو تر صندوقونو پورې لاړ شي ايساف او افغان ځواکونو په ګډه د اليشنګ ولسوالۍ په ځينو سيمو کې تصفيوي عمليات پيل کړي دي.
هغه زياته کړې، چې تېره ورځ ائتلافي ځواکونه له يوه کمين سره هم مخ شول، خو کوم زيان ورته نه دى اوښتى.
په ختيځ کې د ايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو له لوري دوه مخالفين نيول شوي، خو نوموړي دفتر له مرګ ژوبلې څخه ناخبري وښوده.
د اليشنګ ولسوال قاسم خان احمدي وويل، چې په ولسوالۍ کې له پرون راهېسې عمليات پيل شوي دي.
ولسوال وويل، چې پرون سهار وختي د پاس ماسمود په سيمه کې بهرنيو ځواکونو خپل پوځيان راښکته کړل، چې په وينايې په دې کلي کې د معين شاه په نوم يو تن وژل شوى او يو بل تن ټپي شوى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تېره شپه له ٢ بجو څخه يې تر پرون ٩ بجو پورې په اليشنګ کې له بهرنيو ځواکونو سره جګړه کړې، چې ١٢ تن بهرني سرتېري يې وژلي او څلور تنه يې ټپيان کړي دي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


