ads

کندوز کې چاودنې نږدې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تېره ورځ له غرمې وروسته په كندوز ولايت كې بمي چاودنې اووه تنه ووژل، چې د چارواكو په وينا،۴يې پوليس او درې نور يې عام وګړي وو. د کندز والي انجنير محمد عمر رسنيو ته ويلي،   تېره ورځ له غرمې وروسته په كندوز ولايت كې بمي چاودنې اووه تنه ووژل، چې د چارواكو په […]

نویسنده: TKG
14 وږی 1389

تېره ورځ له غرمې وروسته په كندوز ولايت كې بمي چاودنې اووه تنه ووژل، چې د چارواكو په وينا،۴يې پوليس او درې نور يې عام وګړي وو. د کندز والي انجنير محمد عمر رسنيو ته ويلي،

 

تېره ورځ له غرمې وروسته په كندوز ولايت كې بمي چاودنې اووه تنه ووژل، چې د چارواكو په وينا،۴يې پوليس او درې نور يې عام وګړي وو.

د کندز والي انجنير محمد عمر رسنيو ته ويلي،  پېښه پر يوه موټر سايکل د ځاى پرځاى شويو چاودېدونکو توکو له كبله رامنځ ته شوه، چې له كبله يې څلور پوليس او درې ولسي وګړي ووژل شول.

که څه هم عمر وايي، په چاودنه کې دوه ولسي وګړي ټپيان شوي، خو ځايي خلکو او د روغتون چارواکو ويلي، چې په چاودنه کې شاوخوا ۱۷  تنه ټپيان شوي دي.

كندوز د افغانستان په شمال كې پروت هغه ولايت دى، چې په دې وروستيو كې پكې امنيتي وضعه خرابه شوې ده.

د دغې پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA