ايتلافي ځواکونو په كونړ كې د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې د ۲۳ وسلوال مخالفينو د وژل كېدو او پنځو نورو د نيولو خبر وركړ. په ختيزو ولايتونو كې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر په خپره شوې
ايتلافي ځواکونو په كونړ كې د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې د ۲۳ وسلوال مخالفينو د وژل كېدو او پنځو نورو د نيولو خبر وركړ.
په ختيزو ولايتونو كې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه كې ليكلي، چې پرون سهار يې دپيچ په دره كې د افغان ځواكونو سره په ګډه عمليات پيل كړل.
خبرپاڼه راغلي، چې په دې عملياتو كې ۲۳ وسله وال مخالفين وژل شوي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د عملياتو په ترځ کې يې د وسله والو مخالفينو څخه يوه اندازه چاودنکې توکي، لاسي بمونه او دبم جوړولو وسايل هم نيول شوي دي.
ځايي چارواكو او وسله والو مخالفيو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


