په غزني ښار كې تېره شپه ناوخته يوې زورورې چاودنې ٤٥ تنه ټپيان كړل. دغه چاودنه په يوه مارکېټ کې رامنځ ته شوې، چې له كبله يې مارکېټ په بشپړه توګه نړېدلى او ورسره څنګ ته هوټل، جومات اوروغتون هم زيانمن شوى دى.
په غزني ښار كې تېره شپه ناوخته يوې زورورې چاودنې ٤٥ تنه ټپيان كړل.
دغه چاودنه په يوه مارکېټ کې رامنځ ته شوې، چې له كبله يې مارکېټ په بشپړه توګه نړېدلى او ورسره څنګ ته هوټل، جومات اوروغتون هم زيانمن شوى دى.
غزني كې ډاکټرانو ويلي، چې د پېښې د ۴۵ ټپيانو درملنه يې کړې ده.
د چاودنې ځاى ته نږدې جومات کې شل تنه ټپيان شوي دي.
تراوسه د چاودنې لامل هم پوره څرګند نه دى، خو يو شمېر عام وګړي ادعا كوي، چې الوتکې پر دغې سيمې بم غورځولى.
بلخوا چارواکي بيا دغه چاودنه په مارکېټ كې دننه د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توكو له امله بولي.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال زړور زاهد، چې د پېښې پخلى كوي، وايي، د چاودنې له امله ٢٥ تنه ټپيان ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
دى وايي، چې د چاودنې د لاملونو په اړه څېړنه روانه ده، خو دوى د چاودنې په ځاى کې د امونيم نايټريټ يا سپينې سرې ټوټې موندلې دي.
د پېښې پړه لا چا پر غاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


