د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه خبر په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ايساف د ګډې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري پرون او نن سهار وخته د افغانستان په جنوب کې د ماين په چاودنو کې وژل شوي دي.
سرچينې د پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.
د خپرو شويو خبرونو له مخې، سږکال د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې ٤٩٧ بهرني سرتېري وژل شوي، چې له دې ډلې څخه ٣٣٢ هغه يې امريکايان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


