نن سهار د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د لوګر په مرکزي کلي پورک کې، جګړه ونښته، چې له كبله يې د دغې سيمې يوه پېغله ووژل شوه. د وژل شوې نجلۍ كورنۍ ادعا وكړه، چې لور يې د پوليسو پر ډزو وژل شوې.
نن سهار د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د لوګر په مرکزي کلي پورک کې، جګړه ونښته، چې له كبله يې د دغې سيمې يوه پېغله ووژل شوه.
د وژل شوې نجلۍ كورنۍ ادعا وكړه، چې لور يې د پوليسو پر ډزو وژل شوې.
د پوليسو دغه پوسته د نيازيو په سيمه کې په يوه غره کې پرته ده، چې د جګړې له ځاى څخه نږدې يو کيلومتر واټن لري.
د يادې پوستې پوليسو هغه مهال سيمه تر اور لاندې ونيوله، کله چې طالبانو د ايتلافي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان، چې له کابله پل علم ته پر لاره و، بريد وکړ.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير سمونوال محمد جان عابد، يواځې جګړه او د نجلۍ وژل تائيد کړل، خو زياته يې کړه، چې دوى ته نه ده معلومه چې د چا په ډزو کې وژل شوې ده.
په جګړه کې ښکېلو غاړو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


