د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس پرون په کندهار کې له مېشتو امريکايي پوځيانو سره وکتل. افغانستان ته د تازه دمه ٣٠ زره امريکايي پوځيانو يوه برخه په دې سيمه کې ځاى پر ځاى کېږي، چې د طالبانو د ظهور مهمه سيمه ګڼل کېږي.
د امريکا د دفاع وزير رابرټ ګېټس پرون په کندهار کې له مېشتو امريکايي پوځيانو سره وکتل.
افغانستان ته د تازه دمه ٣٠ زره امريکايي پوځيانو يوه برخه په دې سيمه کې ځاى پر ځاى کېږي، چې د طالبانو د ظهور مهمه سيمه ګڼل کېږي.
نوموړى به نن په کندهار کې وي، چې په دې وروستيو کې ناامني په دې ولايت کې پراخه شوې او په کې د پراخو پوځي عملياتو د پيل خبرې هم کېږي.
هغه د پنجشنبې په ورځ په نااعلان شوي سفر کابل ته راغى، تر دې مخکې په بغداد کې و، چې د امريکا د جنګي ماموريت د پاى په مراسمو کې ګډون وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د امريکايي پوځيانو شمېر، چې په روان ميلادي کال کې وژل شوي ٣٢٦ تنو ته پورته شو.
د امريکا د دفاع وزير تر دې مخکې په کابل کې له جمهور رئيس کرزي سره په يوه غونډه کې وويل، افغانستان ته د ٣٠ زره اضافي عسکرو استول تقريباً پوره شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


