د چک دفاع وزير د جمعې په ورځ وويل، دى غواړي، چې په کوسوو کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي او پرځاى يې په افغانستان کې سرتېري زيات کړي.
د چک دفاع وزير د جمعې په ورځ وويل، دى غواړي، چې په کوسوو کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي او پرځاى يې په افغانستان کې سرتېري زيات کړي.له پراګ څخه د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د چک دفاع وزير الکساندر وندرا د جمعې په ورځ خبريالانو ته وويل، دوى غواړي، چې په کوسوو کې د خپلو ځواکونو شمېر کم كړي .
وندرا زياته کړه ،دى غواړي، چې په افغانستان کې د چک د اوسنيو ۵۳۰ سرتېرو شمېره زياته کړي، چې په دې هېواد کې يقيناً درې کاله يا ښايي ډېر کلونه نور پکار دي.
چک جمهوريت، چې د اروپايي اتحاديې غړيتوب هم لري، په ۱۹۹۹ کې د ناټو غړى شو.
د دې هېواد دفاع وزير به د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کال د ماموريت پلان په سپټمبر او اکټوبر کې د خپل حکومت کابينې ته وړاندې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


