ناټو ځواکونه وايي، چې په هلمند ولايت کې يې له افغان ځواکونو سره په ګډو پوځي عملياتو کې د وسله والو طالبانو له زندانه اوه افغان زندانيان خوشې کړي.
ناټو ځواکونه وايي، چې په هلمند ولايت کې يې له افغان ځواکونو سره په ګډو پوځي عملياتو کې د وسله والو طالبانو له زندانه اوه افغان زندانيان خوشې کړي.ناټو ځواکونو په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې ويلي، چې دغه کسان يې تېره ورځ د خپلو پوځي عملياتو په ترڅ کې د وسلوالو مخالفينو په مرکز کې د بې هوښۍ په حالت کې موندلي دي.
په اعلاميه کې ويل شوي، عمليات د وسله والو طالبانو د يوه قومندان پر ضد شوى و، چې د دوه وسله والو طالبان پر وژل كېدو سربېره يوه اندازه وسلې او مهمات هم په کې نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


