ads

ملي امنيت د فساد په له منځه وړلو كې د خلكو مرسته وغوښته

ملي امنيت ادارې له فساد سره د مبارزې په لړکې پر ولسي خلکو د مرستې غږ کړى دى. يادې ادارې د يوې اعلاميې له لارې له خلكو وغوښتل، چې د ځوروونکو په پېژندلو او نيولو کې ورسره مرسته وکړي.   ملي امنيت ادارې له فساد سره د مبارزې په لړکې پر ولسي خلکو د مرستې […]

نویسنده: TKG
13 وږی 1389

ملي امنيت ادارې له فساد سره د مبارزې په لړکې پر ولسي خلکو د مرستې غږ کړى دى. يادې ادارې د يوې اعلاميې له لارې له خلكو وغوښتل، چې د ځوروونکو په پېژندلو او نيولو کې ورسره مرسته وکړي.

 

ملي امنيت ادارې له فساد سره د مبارزې په لړکې پر ولسي خلکو د مرستې غږ کړى دى.

 

يادې ادارې د يوې اعلاميې له لارې له خلكو وغوښتل، چې د ځوروونکو په پېژندلو او نيولو کې ورسره مرسته وکړي.

ملي امنيت په حکومتي ادارو کې په فساد دککړو او له قانون نه د سرغړونکو کسانو د په نښه کولو لپاره د ملي امنيت په چوكاټ کې يوه ځانګړې څانګه پرانستې ده.

ملي امنيت د دغه کار موخه له فساد سره د حکومت رېښتونې، ګړندۍ او کلکه مبارزه بولي.

دغې ادارې پرته له دې له قانون نه د سرغړوونکو د په نښه کولو په موخه خلکو ته د تيلې فون شمېرې او برېښناليکونه هم ورکړي دي.

وړاندې تردې د افغانستان لويې څارنوالۍ او د فساد پرضد د څارنې عالي کمېسيون هم ورته شمېرې خلکو ته ورکړې وې.

ملي امنيت يو له هغو ادارو يادېږي، چې تر ډېره د خلکو سترګه ترې سوځي او ښايي حکومت هم د همدې لپاره غوره کړې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA