ads

د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د سولې خبرې پيل شوې

اسرائيلي او فلسطيني مشرانو په خپلو کې د خبرو اترو د يوې پروسې په ترسره کولو موافقه کړې ده. د موافقې له مخې په پام کې ده، چې د اسرائيلو لومړى وزير بنيامين نتنياهو او د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۴   اسرائيلي او فلسطيني مشرانو په خپلو کې […]

نویسنده: TKG
13 وږی 1389

اسرائيلي او فلسطيني مشرانو په خپلو کې د خبرو اترو د يوې پروسې په ترسره کولو موافقه کړې ده. د موافقې له مخې په پام کې ده، چې د اسرائيلو لومړى وزير بنيامين نتنياهو او د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۴

 

اسرائيلي او فلسطيني مشرانو په خپلو کې د خبرو اترو د يوې پروسې په ترسره کولو موافقه کړې ده.

د موافقې له مخې په پام کې ده، چې د اسرائيلو لومړى وزير بنيامين نتنياهو او د فلسطيني ادارې مشر محمود عباس د روانې سپټمبر مياشتې په ۱۴ مه او ۱۵ مه نېټه په خپلو کې وويني.

دواړو مشرانو له نژدې دوو کلونو را په دې خوا وړمه ورځ  په واشنګټن کې مستقيمې خبرې وکړې.

د متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې هيليري کلينټن وويل، دواړه مشران دا فرصت لري، چې روانې شخړې ته د پاى ټکى کېږدي.

داسرائيلو او فسلطينيانو تر منځ دا خبرې د جمهور رئيس بارک اوباما په نوښت پيل شوي او دواړو خواوو ته د موافقې لپاره يو کال وخت ورکړل شوى دى.

د حماس ډلې، چې د غزې تړانګه يې تر کنټرول لاندې ده دا خبرې رد کړي او ګواښ يې کړى، چې پر اسرائيلو به خپلو بريدونو ته دوام ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA