ads

په هلمندكي چاودني شپږ تنه ملكي وګړي ټپيان كړي دي .

دهلمند ولايت دامنيه قومندانۍ  دامنيت امر سمونوال كمال الدين شيرزى وايي تيره شپه په لښكر ګاه كې يوه چاودنه وشوه چې په پايله كې يې شپږ تنه ملكي وګړي ټپيان شول.   دهلمند ولايت دامنيه قومندانۍ  دامنيت امر سمونوال كمال الدين شيرزى وايي تيره شپه په لښكر ګاه كې يوه چاودنه وشوه چې په پايله […]

نویسنده: TKG
11 وږی 1389

دهلمند ولايت دامنيه قومندانۍ  دامنيت امر سمونوال كمال الدين شيرزى وايي تيره شپه په لښكر ګاه كې يوه چاودنه وشوه چې په پايله كې يې شپږ تنه ملكي وګړي ټپيان شول.

 

دهلمند ولايت دامنيه قومندانۍ  دامنيت امر سمونوال كمال الدين شيرزى وايي تيره شپه په لښكر ګاه كې يوه چاودنه وشوه چې په پايله كې يې شپږ تنه ملكي وګړي ټپيان شول.

شيرزى وايي  چاودنه په لښكر ګاه ښار كي سولې څلور لارې ته  څيرمه  دهيندوانو په اټيو كې رامنځ ته شوه .

دي وايي په دغه ځاى كي چاوديدونكې توكي ځاى په ځاى شوي وو چې وروسته چاودنه وركړل شوه.

شيرزى وايي په دې نه پوهيږي چې ددې پېښې موخه څه وه

خو دپيښې په تړاو يې  يوشكمن كس نيولى او تر پوښتنو ګرويږنو لاندې دى .

دپيښې په ځاي كې هټيوال وايي دلته كوم داسي څوك نه ووچې ووايو دپيښې موخه پلانكى وي

دوي وايي دلته ټول هغه كسان راغونډشوي وو چې دماښام لپاره دخپلو كورنيو لپاره نفقه برابره كړي خو په دې خوښ ووچې داپيښه تر روژه ماتي ورسته  رامنځته شوه كنه ډېرو ملكي كسانو ته به يې مرګ ژوبله اړولي واى

په  دي اړه  دايمريجنسي  روغتون  يو تن كاركونكى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي وايي چي  دوى ته  تير ماښام  شاخوا لس تنه ټپيان   راويستل شول   خو  اوس يوازي  څلور تنه  پاته دي  نور يې روخصت  كړي دي

سرچينې دټپيانو روغتيايي حالت دډاډ وړ وباله

دغه پيښه په داسې حال كې رامنځ ته كيږي چې تېره ورځ دټاكنو دخپلواك كميسيون مشرفضل احمد معنوي او په هلمند كې ځايي چارواكو د ډاډمن امنيت خبر وركولو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA