د فلسطينيانو او اسراييلو مشرانو پرون د امريکا په مشرۍ په خپلو کې د سولې د خبرو اترو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
د فلسطينيانو او اسراييلو مشرانو پرون د امريکا په مشرۍ په خپلو کې د سولې د خبرو اترو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
د امريکا له جمهور رئيس بارک اوباما سره په سپينه ماڼې کې له خبرو وروسته د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتنياهو، د سولې په پروسه کې د فسلطينې ادارې مشر محمود عباس خپل شريک وباله.
له دې مخکې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما پر دواړو اړخونو غږ کړى و چې د سولې لپاره له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د اسراييلو صدراعظم بنيامين نتنياهو وويل، هغه وخت را رسيدلى چې د اسراييلو او فسلطينيانو تر منځ د سولې خبرې له سره پيل شي.
ده زياته کړه چې دسولې په اړه په هره کېدونکي موافقه کې بايد د اسراييلو امينت خوندي وي،د فلسطيني ادارې مشرمحمود عباس وويل، دى باور لري چې تر راتلونکي کاله پورې د دواړوخواو تر منځ سوله کېداي شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


