د امريکا د جمهوري رياست مرستيال جو بايډن وايي، دى باور لري ،چې د عراق سياسي ډلې د نوي حکومت جوړولو ته نژدې شوي دي.
د امريکا د جمهوري رياست مرستيال جو بايډن وايي، دى باور لري ،چې د عراق سياسي ډلې د نوي حکومت جوړولو ته نژدې شوي دي.
بايډن او دفاع وزير رابرت ګېټس په داسې حال کې عراق ته تللى ، چې امريکا په دې هېواد کې د خپل پوځي ماموريت له پاي ته رسولو وروسته دعراقي ځواکونو د روزنې اوله هغو سره د مرستې نوې پروسه پيل کړې ده.
له عراق څخه د دې دوو امريکايي مقاماتو کتنه پر عراقي مشرانو د نوي حکومت دجوړولو لپاره د واشنګټن له خوا د فشار اچولو هڅه بلل شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


