ads

پر پښتنو او بلوڅو جګړه تپل شوې

پر پښتنو او بلوڅانو جګړه تپل شوې ده او دغو دوو قومونو تر ټولو زيات په جګړه کې زيانونه ګالي .   پر پښتنو او بلوڅانو جګړه تپل شوې ده او دغو دوو قومونو تر ټولو زيات په جګړه کې زيانونه ګالي . دغه څرګندونې د پښتنو او بلوڅو د ملي يووالي په ورځ پرون […]

نویسنده: TKG
10 وږی 1389

پر پښتنو او بلوڅانو جګړه تپل شوې ده او دغو دوو قومونو تر ټولو زيات په جګړه کې زيانونه ګالي .

 

پر پښتنو او بلوڅانو جګړه تپل شوې ده او دغو دوو قومونو تر ټولو زيات په جګړه کې زيانونه ګالي .

دغه څرګندونې د پښتنو او بلوڅو د ملي يووالي په ورځ پرون په هغو غونډوکې وشوې ،چې د همدې ورځې د نمانځنې په هدف په کابل او جلال آباد ښار کې جوړې شوې وې.

دغه ورځ ، چې له ١٣٢٨ لمريز کال راهيسې هرکال د وږي په ٩مه، نمانځل کېږي ، پرون هم دکابل ښار په خوشحال خان لېسه او د جلال آباد ښار په شيشم باغ کې ونمانځل شوه .

دآزادوقبايلو دسراتاسري شورا رئيس زرجان ، خوشحال لېسه کې جوړې شوې غونډې ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې پښتانه او بلوڅان له ډېرو ستونزو سره مخ دي .

زرجان وايي،چې د دې ورځې دنمانځلو هدف دادى،چې ددغو دوو قومونو په منځ  کې  همغږي رامنځته شي.

ياده ورځ ، د جلال اباد په  شيشم باغ کې دخدايي خدمتګار انو د مشر خان عبدالغفار خان مقبرې ترڅنګ هم ونمانځل شوه .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA