دکندهار دحج او اوقافو رييس نن سهار د خپل دفتر مخې ته په يوه چاودنه کې ووژل شو.
دکندهار دحج او اوقافو رييس نن سهار د خپل دفتر مخې ته په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځي رسنيو ته وويل چې پېښه نن سهار په لس بجې دکندهار ښار په مددڅلور لارې کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې د حج او اوقافو رييس محمد حسن تيموري سهار له خپل کور څخه ددفتر پرلور روان و، کله چې د خپل دفتر مخې ته له موټره ښکته شو ، نو پرې چاودنه وشوه.
د ځاځي په وينا، چاودېدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي و او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوه .
دى وايي چې په چاودنه کې د حج او اوقافو رييس له خپل موټر چلوونکي سره ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
د يادونې وړ ده،چې له دې مخکې هم په کندهار ښار کې يو شمېر چارواکي او دولتي مامورين وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

