دناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د افغانستان په ختيځ او جنوب کې د خپلو پنځو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو د افغانستان په ختيځ او جنوب کې د خپلو پنځو نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
په کابل کې د يادو شويو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې څلور سرتېري يې دسه شنبې په ورځ سهار د افغانستان په ختيځ کې اوپنځم يې وړمه ورځ په جنوب کې د ماين په بېلا بېلو چاودنو کې وژل شوي دي.
ايساف ددې پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى.
په تېرو پنځو ورځو کې دهېواد په بېلا بېلو سيمو کې د ناټو ٢١ سرتېري وژل شوي دي .
وړمه ورځ هم ايساف دخپلو اوو امريکايي سرتېرو دوژل کېدوخبر ورکړى و.
په روانه مياشت کې دايساف دوژل شويو سرتېرو شمېره ٧٣ تنو ته ورسېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


