له دولتي دندو څخه د استعفى د نه ورکولو له كبله، دولسي جرګې د کانديدانو له لېست څخه د١٤ نورو كانديدانو نومونه هم لرې شول.
له دولتي دندو څخه د استعفى د نه ورکولو له كبله، دولسي جرګې د کانديدانو له لېست څخه د١٤ نورو كانديدانو نومونه هم لرې شول.
د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون وياند او غړي احمدضيا رفعت په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل ، چې د کمېسيون له لوري دغه پرېکړه د خلکو د نيوکو او د دوى د پلټنو په ترڅ کې شوې ده .
رفعت وايي، چې د نومونو د لرې کولو دغه لړۍ به د ټاکنو تر ورځې پورې روانه وي.
د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون د معلوماتو له مخې ، له ابتدايي لېست څخه تراوسمهاله ٧٦تنه ، چې ٣٦ يې وسله والو ډلو سره د لاس لرلو او يا غړيتوب په تور او پاتې نور يې له دولتي دندو څخه د نه استعفى له كبله له لېست څخه لرې شوي دي.
ټاکل شوې ده ، د ولسي جرګې ټاکنې د وږي په ٢٧مه ، ترسره شي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

