ads

دجلال اباد په لاره دوه اکمالاتي موټر وسوځول شول

د کابل – جلال اباد پر لويه  لاره د استحکام پله ته څېرمه  نن سهار وخته وسلوالو مخالفينو دوه اکمالاتي موټر وسوځول.   د کابل – جلال اباد پر لويه  لاره د استحکام پله ته څېرمه  نن سهار وخته وسلوالو مخالفينو دوه اکمالاتي موټر وسوځول. د لغمان د قرغيو ولسوالۍ ولسوال حاجي صالح محمد نيازي […]

نویسنده: TKG
10 وږی 1389

د کابل – جلال اباد پر لويه  لاره د استحکام پله ته څېرمه  نن سهار وخته وسلوالو مخالفينو دوه اکمالاتي موټر وسوځول.

 

د کابل – جلال اباد پر لويه  لاره د استحکام پله ته څېرمه  نن سهار وخته وسلوالو مخالفينو دوه اکمالاتي موټر وسوځول.

د لغمان د قرغيو ولسوالۍ ولسوال حاجي صالح محمد نيازي رسنيو ته وويل چې پېښه نن  سهار په ٤ بجو رامنځته شوه.

هغه زياته کړه چې له کابل څخه جلال اباد ته روان دوه کانټينر لرونکي موټر داستحکام پله اوکليمې پوستې ترمنځ د وسلوالو مخالفينو لخوا ووېشتل شول .

ولسوال وويل چې سېمې ته په وخت د لويې لارې پوليس ورسېدل ، خو له دې مخکې مخالفين په تېښته بريالي شوي و.

دى وايي چې کانټينرونه خالي و او په دې پېښه کې چاته هېڅ ځاني زيان نه دى اوښتى.

ياد بريد په داسې حال کې شوى، چې څو ورځې مخکې افغان او نړيوالو ځواکونو د يادې شوې لويې لارې په اوږدو کې په غرنيو سيمو بادپښ او ګړوچ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي و، ترڅو د داډول بريدونو مخه ونيول شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA