ads

امريکا د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي

د بهرنيو چارو وزارت د لويې څارنوالۍ د پخواني متقاعد مرستيال فضل احمد فقيريار په اړه د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت د وياندخبرې غير ډيپلوماټيکې وګڼلې اودا يې د افغانستان په اداري چارو کې د هغه مداخله وبلله.   د بهرنيو چارو وزارت د لويې څارنوالۍ د پخواني متقاعد مرستيال فضل احمد […]

نویسنده: TKG
10 وږی 1389

د بهرنيو چارو وزارت د لويې څارنوالۍ د پخواني متقاعد مرستيال فضل احمد فقيريار په اړه د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت د وياندخبرې غير ډيپلوماټيکې وګڼلې اودا يې د افغانستان په اداري چارو کې د هغه مداخله وبلله.

 

د بهرنيو چارو وزارت د لويې څارنوالۍ د پخواني متقاعد مرستيال فضل احمد فقيريار په اړه د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت د وياندخبرې غير ډيپلوماټيکې وګڼلې اودا يې د افغانستان په اداري چارو کې د هغه مداخله وبلله.

دبهرنيو چارو د وزارت له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي، چې د فقيريار تقاعد د زيات عمر او د تقاعد د قانون پر بنسټ ترسره شوى دى.

دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند پي. جي. کراوولي په افغانستان کې په فساد د تورنو کسانو د دوسيو د تعقيبولو په برخه کې د فضل احمد فقيريار هڅې مهمې ګڼلې دي او د ده د تقاعد په اړه يې د وضاحت غوښتنه کړې ده.

بل پلو دلويې څارنوالۍ پخواني مرستيال فضل احمد فقيريار دامريکايي خبري رسنيو هغه راپورونه رد کړل، چې ويلي وو دی افغان جمهور رئيس په دی خاطر له کاره لرې کړ، چې په حکومت کې په لوړه سطحه د اداري فساد د قضيو له تعقيقبولو يې لاس نه اخيست.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA