ads

په تېرو ۳ ورځو کې ۱۴ امريکايي سرتيري وژل شوي

ناټو ځواكونو ويلي، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې په دوو جلا حملو کې اووه نور امريکايي پوځيان ووژل شول. داپه داسي حال کې ده، چې تر دې مخکې په ورتېرو دوو ورځو کې هم اووه تنه امريکايي پوځيان وژل شوي وو.   ناټو ځواكونو ويلي، چې د دوشنبې په ورځ […]

نویسنده: TKG
9 وږی 1389

ناټو ځواكونو ويلي، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې په دوو جلا حملو کې اووه نور امريکايي پوځيان ووژل شول. داپه داسي حال کې ده، چې تر دې مخکې په ورتېرو دوو ورځو کې هم اووه تنه امريکايي پوځيان وژل شوي وو.

 

ناټو ځواكونو ويلي، چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په جنوب کې په دوو جلا حملو کې اووه نور امريکايي پوځيان ووژل شول.

داپه داسي حال کې ده، چې تر دې مخکې په ورتېرو دوو ورځو کې هم اووه تنه امريکايي پوځيان وژل شوي وو.

د دغو اوو امريکايي عسکرو له وژل کېدو سره په تېرو درو ورځو کې د امريکايي پوځيانود تلفاتو شمېره څوارلس تنو ته ورسېده.

ناټو د وژل شويو عسکرو په باب زيات جزييات نه دي ورکړي.

د امريکايي چارواکو په وينا، افغانستان ته د لسګونو زرو اضافي سرتېرو له لېږلو او د طالبانو تر کنټرول لاندې سيمو ته د هغو له پرمختګ سره د دوى د تلفاتو شمېر زيات شوى دى.

د دوشنبې په ورځ د اوو نورو امريکايي پوځيانو له وژل کېدو سره په روان اګست کې  د امريکايي پوځيانو د تلفاتو شمېره ۴۹ تنو ته ورسېده

خو لا هم د تېرې مياشتې په پرتله کم دى.

تېره مياشت (جولاي) په افغانستان کې ټولټال ۶۶ امريکايي پوځيان وژل شوي وو، چې په نهه کلنه جګړه کې په يوه مياشت کې تر ټولو زيات تلفات وو.

په همدې حال کې د زابل د والي وياند محمدجان رسوليار وويل، چې ناټو ځواکونو په دې ولايت کې ۲۴ طالبان هغه مهال ونيول، چې غوښتل يې په موټر سايکلونو او موټر کې د پاکستان خاورې ته واوړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA