په كندزو كې مېشت الماني سرتيري وايي، چې دغه ولايت كې يې د القاعده شبكې دوه غړي نيولي دي. په ياد ولايت كې د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې د المان د ولايتې بيارغونې ډلې
په كندزو كې مېشت الماني سرتيري وايي، چې دغه ولايت كې يې د القاعده شبكې دوه غړي نيولي دي.
په ياد ولايت كې د ايساف ځواکونو په چوکاټ کې د المان د ولايتې بيارغونې ډلې يا پې ارټې مطبوعاتې مسؤل ډګرمن ويسل کليد ته په يوې ځانګړې اړيكې كې وويل، چې تېره شپه يې د کندوز ښار په يو شمېر سيمو كې ګډ عمليات تر سره كړي، چې په ترڅ كې يې ياد كسان نيول شوي.
ډګرمن ويسل، دعملياتو كره ځاى په ګوته نه كړ.
ويسل زياتوي، چې نيول شويو کسانو د ازبکسان د اسلامي حزب او نوور ترهګرو ډلو سره اړيکې درلودې.
نوموړى واېي، چې په دغوعملياتو او چاپو کې کې ولسي خلکو ته کوم زيان نه دى رسېدلى او پرته له کوم مقاومته دغه كسان نيولي دي.
په دې اړه لا وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


