ads

راسموسن: راتلونکيو اونيوو کې به د طالبانو پرضد جنګ چټكه شي

د ناټو تړون عمومي مشر ويلي، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه به په راتلونکو اونيوو کې په افغانستان کې د طالبانو پرضد عمليات سخت کړي. د ناټو تړون عمومي مشر ويلي، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه به په راتلونکو اونيوو کې په افغانستان کې د طالبانو پرضد عمليات سخت کړي. د ياد تړون […]

نویسنده: TKG
9 وږی 1389

د ناټو تړون عمومي مشر ويلي، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه به په راتلونکو اونيوو کې په افغانستان کې د طالبانو پرضد عمليات سخت کړي.

د ناټو تړون عمومي مشر ويلي، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه به په راتلونکو اونيوو کې په افغانستان کې د طالبانو پرضد عمليات سخت کړي.

د ياد تړون مشر اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ د ډنمارک د تلويزيون دويم خبري چاينل ته په مرکه کې وويل: دى د امريکا له پوځي مشرانو سره په دې برخه کې د نظر يووالى لري، چې د طالبانو پرضد بايد په راتلونکو اونيوو او مياشتو کې د هغوى په مهمو مرکزونو کې جګړه تېزه شي.

راسموسن وويل، چې په هلمند او کندهار ولايتونو کې له خپلو مرکزونو څخه د طالبانو د ايستلو لپاره جنګي عمليات د نړيوالو ځواکونو د ستراتيژۍ يوه برخه ده.

ده وويل، چې هيله لري د ناټو په راتلونکې سرمشريزه کې، چې د پرتګال په مرکز ليزبون کې جوړېږي، په دې پرېکړه وشي، چې افغان امنيتي ځواکونو ته دې له راتلونکي کاله د خپل هېواد د امنتيي چارو مسؤليت وسپارل شي.

راسموسن په افغانستان کې موجود يو لکو شل زره پوځيان د طالبانو د مقاومت د ماتولو لپاره کافي وبلل او ويې ويل، چې طالبان له پوځي لارې د جګړې د ګټلو هيڅ چانس نه لري، خو د افغانستان د شخړې حل يوازې پوځي نه دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA